ابن عباس رضي الله عنهما خبر ورکوي چې هغه کوچنی و او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې شاته په سپرلۍ ناست و، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: زه تاته یو څه چارې او شیان درښیم چې الله تعالی به پرې ګټه در ورسوي: الله - تعالی - د هغه د اوامرو په ساتلو او له منهیاتو څخه یې په ځان ژغورلو سره یاد ساته، داسې چې په اطاعت او عبادت کې دې ومومي او په نافرمانۍ او ګناهونو کې دې ونه مومي، نو كه چېرته دې داسې وكړل، بدله به دې دا وي چې الله تعالی به دې د دنيا او آخرت له سختیو وساتي او په هر ځای کې چې یې، نو په چارو کې به دې درسره مرسته وکړي او بریا به درکړي. او کله دې چې څه غوښتل نو یوازې له الله جل جلاله یې وغواړه، ځکه الله؛ یوازې هغه - ذات دی چې - د سوال کوونکو سوال قبلوي. او که مرسته دې غوښتله نو له الله پرته یې له بل چا مه غواړه. او باید دا باور ولرې چي که د ځمكې ټول خلک تاته د ګټې رسولو لپاره راغونډ شي، تاته هېڅ ګټه لاسته نه درځي مګر هغه چې الله - جل جلاله - درته لیکلې ده، او که د ځمکې ټول خلک تاته د ضرر رسولو لپاره راغونډ شي، نو تاته به هېڅ ضرر ونه رسېږي مګر هغه چې الله تعالی درته لیکلی دی. او دا چې دا کار د الله پاک لخوا د هغه د حکمت او پوهې له مخې ټاکل شوی، او د الله جل جلاله حکم لره هېڅ بدلون نشته. او الله تعالی چې د اوامرو په پر ځای کولو او له نواهیو څخه په ځان ژغورلو سره د چا ساتنه وکړي؛ نو تل به یې ملاتړی وي، له حاله به یې خبر وي، مرسته به ورسره کوي او ملاتړ به یې کوي، او کله چې یو انسان په خوښۍ (او هوساينه) کې د الله اطاعت وکړي، نو په سختۍ کې به یې له ستونزو خلاص کړي او د وتلو لار به ورته برابره کړي. هر بنده ته په کار دي چې د الله له خوا په هر ټاکل شوي برخلیک راضي اوسي؛ هغه که خېر وي او یا شر، او د سختیو او آزموینو پر مهال بنده ته په کار ده چې صبر وکړي، ځکه صبر د خلاصون کیلي ده، او کله چې سختي ډیره شي، نو د الله تعالی لخوا راحت او خلاصون راځي، او کله چې تنګستیا راشي نو الله تعالی ورپسې اساني راولي.