رسول الله صلی الله علیه وسلم د سهار لمونځ په حدیبې کې وکړ – چې مکې ته نږدې یو کلی – دی، پداسې حال کې چې په هغه شپه باران وریدلی و، نو کله یې چې سلام وګرځاوه او لمونځ یې پای ته ورساوه، خلکو ته یې مخ وروګرځاوه او ویې ویل: آیا تاسو پوهیږئ چې ستاسو رب العزت څه ویلي؟ نو هغوی ځواب ورکړ چې: الله او رسول یې ښه پوهیږي، نو ویې فرمايل: الله جل جلاله خلکو ته څرګنده کړه چې د باران پر مهال خلک په دوو ډلو ويشل کيږي: يوه ډله هغه ده چې په الله ايمان لري او بله یې هغه ده چې په الله تعالى یې کفر کړی دی. نو هغه چا چې وویل: پر مونږ د الله په فضل او رحمت سره باران واورید او د باران ورولو نسبت یې الله تعالی ته وکړ، نو هغه په الله؛ خالق ذات چې د کائناتو په چارو کې تصرف کوونکی دی ایمان لرونکی او په ستورو کافر دی. او هغه چا چې وویل: د فلاني او فلاني ستوري - په راښکاره کېدو - سره پر مونږ باران وشو؛ نو دی په الله تعالی کفر کوونکی او په ستورو ایمان لرونکی دی او دا کو چنی کفر دی ځکه چې د باران د ورولو نسبت یې ستوري ته وکړ؛ حال دا چې الله تعالی ستوري د باران ورولو لپاره شرعي او تقدیري سبب ندی ګرځولی، او چا چې د باران ورولو او داسې نورو ځمکنیو حوادثو او د ستورو د خوځښتونو؛ راختلو او لوېدلو نسبت همدې شیانو ته وکړ، پدې باور چې - د دې - کارونو حقیقي تر سره کوونکي همدا څيزونه دي، نو دې انسان لوی کفر کړی دی.