رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل کور کې عاېشې رضي الله عنها ته ورغی نو په داسې حال کې یې ولیده چې هغې خپل هغه صندق چې کالي پکې اېښودل کیږي په داسې یوه ټوټه پوښلی و چې د ذی روحه شیانو انځورونه پکې و، نو د الله لپاره غصه شو، رنګ یې بدل شو، او ویې فرمایل: د قيامت په ورځ به تر ټولو زيات عذاب د هغو خلکو وي چې په انځورګرۍ کې د الله جل جلاله مخلوقات انځوروي. عاېشه وایي: نو یو یا دوه بالښتونه مو ترې جوړ کړل.