رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو صحابه کرامو په یوه ډله کې ناست و، چې په هغوی کې ابوبکر او عمر هم وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم پاڅېده، بیا یې ځنډ وکړ، هغوی ووېرېدل چې د دښمن لخوا له کومې بدې پېښې سره مخ نه شي؛ چې یا یې اسیر کړي او یا بل څه. نو صحابه کرام په اندېښنه کې پاڅېدل، لومړی کس چې اندېښمن شو هغه ابوهریره رضي الله عنه و، تر دې چې د بني نجار یو باغ ته ورغی او ګرد چاپیره ترې تاو شو چې کېدی شي کومه خلاصه دروازه پېدا کړي چې پېدا یې نه کړه، خو په دیوال کې یې یوه وړه لار وموندله چې اوبه ترې دننه کېدې، نو ځان یې راغونډ کړ تر دې چې ننوت او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې وموند، نو ورته یې وفرمایل: ته یې ابوهریره؟ هغه وویل: هو. ویې فرمایل: څه خبره ده؟ ابوهریره وویل: ته زمونږ په منځ کې وې، پاڅېدې او ځنډ دې وکړ، نو موږ ووېرېدو چې راڅخه جلا نه شې، نو زه لومړی کس وم چې اندېښمن شوم، تر دې چې دې کنډر ته راغلم، نو لکه د ګیدړ په څېر په کښېدو راننوتم، او خلک مې تر شا وو. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلې څپلۍ ورکړې تر څو پرې خلک باور وکړي چې رېښتینی دی او ورته یې وفرمایل: زما دا څپلۍ واخله او د دې دیوال تر شا چې له هر چا سره مخ شوې او هغه پدې خبره د زړه له تله ګواهي ورکوله چې له الله پرته بل حق معبود نشته؛ نو په چا کې چې دا صفت و هغه له جنتیانو څخه دی. نو لومړی کس عمر و چې ورسره مخ شوم، هغه وویل: اې ابو هریره دا څپلۍ څه دي؟ هغه وویل: دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم څپلۍ دي، زه یې له دې څپلیو سره د دې لپاره رالېږلی یم چې له هر چا سره مخ شوم چې د زړه د باور له مخې یې ګواهۍ ورکوله چې له الله پرته بل حق معبود نشته چې په جنت زیری ورکړم. نو عمر په سوک سره ابو هریره په سینه کې وواهه تر دې چې مخ په شا ولوېد، ویې ویل: ابو هریره وګرځه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وروګرځېدم، په داسې حال کې چې وېرېدلی وم، رنګ مې الوتی و او ژړغونی وم، عمر راپسې تر شا راروان شو. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څه درپېښ شوي اې ابوهریره؟ ما وویل: د عمر سره مخ شوم، او په هغه څه مې خبر کړ چې تا لېږلی وم، نو داسې یو ګذار یې راکړ چې مخ په شا ولوېدم او ویې ویل: وګرځه. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اې عمره! دې کار ته څه شي اړباسلې؟ عمر وویل: اې د الله رسوله! زما مور او پلار دې له تا قربان شي، آیا تا ابوهریره له خپلو څپلیو سره رالېږلی و، تر څو هغه چاته د جنت زېری ورکړي چې د زړه له تله پدې خبره ګواهي ورکوي چې له الله پرته بل حق معبود نشته؟ ویې وفرمایل: هو. هغه وویل: نو داسې مه کوه، یقینا زه وېره لرم چې خلک به د (کلمې) په ویلو له عمل پرته تکیه وکړي، نو پرې یې ږده چې عمل وکړي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: نو پرې یې ږده.