یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی نو په ځینو کارونو کې یې ورسره خبرې وکړې بیا یې ورته وویل:"ما شاء الله وشئت"، یعنې څه چې الله وغواړي او ته یې وغواړې"، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې دا وینا وغندله او خبر یې کړ چې د الله تعالی له خوښې سره د بنده د خوښې یادونه کوچنی شرک دی، مسلمان ته روا ندي چې دا ډول وینا وکړي، بیا یې دې حقې وینا ته د هغه لارښوونه وکړه چې ووایي "ما شاء الله وحده"، یعنې هغه کار کیږي چې یوازې الله یې وغواړي، نو الله جل جلاله ته په اراده کې یوازې والی ثابتوي او په هېڅ ډول ورسره بل شی نه یو ځای کوي.