رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې د قیامت په ورځ به د هغه په شفاعت تر ټولو خوشحاله او نېکمرغه خلک هغه وي چې د زړه له اخلاصه یې: «لا إله إلا الله» ویلي وي، چې معنا یې ده: په حقه بل معبود نشته پرته له الله څخه، او دا چې هغه له شرک او ځان ښودنې څخه خوندی وي.