explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې د جاهلیت د وخت د خلکو هغه باور باطل دی چې ګمان به یې کاوه ساري ناروغي په خپله بل چا ته د الله جل جلاله له ارادې پرته لېږدول کېږي. او دا چې بد فال نیونه باطل عمل دی چې هغه عبارت دی لدې څخه چې څوک یو څه واوري یا یې وګوري لکه کوم الوتونکی مرغه، یا ژوی او یا مصیبت ځپلي، یا شمیرې، یا ورځې او داسې نور او په هغه پورې بد فالي ونېسي، خو له الوتونکي مرغه یې ځکه یادونه وکړه چې د جاهلیت پر مهال مشهور و، په اصل کې به چې کله هغوی په کوم کار پیل کاوه لکه سفر، سوداګري او داسې نور، نو مرغه به یې خوشې کړ، که چېرته به ښي لور ته والوت نو نیک فال به یې ونیوه او خپل کار پسې به روان شو، او که چېرته به چپ لورې ته والوت نو بد فال به یې ونیوه او له خپل کار څخه به لاس په سر شو. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې نېک فال نیونه یې خوښیږي او نیک فال هغه خوښي او خوشحالي ده چې یو چاته ته له نېکې وینا اورېدلو وروسته پيدا کیږي او له امله یې په خپل رب ښه ګمان کوي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • په الله جل جلاله توکل کول او دا چې له الله پرته بل څوک خېر نه رسوي او نه له الله پرته بل څوک د بدۍ مخه نیولی شي.
  • د بدفالۍ ممانعت، چې هغه بدبیني ده او د کار کولو مخنیوی کوي.
  • نیک فالي هغه بدبیني نده چې منع ترې راغلې، بلکې هغه په الله جل جلاله نېک ګمان کول دي.
  • هر څه د الله جل جلاله په تقدیر کیږي، هغه ذات چې شریک نه لري.