له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یو سړي د دوو خصلتونو په اړه پوښتنه وکړه: کوم چې د انسان لپاره جنت ته داخلېدل واجبوي، او کوم چې د انسان لپاره اور ته داخلېدل واجبوي؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ: هغه صفت چې انسان ته جنت لازموي دا دی چې انسان په داسې حال کې مړ شي چې یوازې د یو الله عبادت کوي او له هغه سره یې هیڅ شرک نه وي کړی، او هغه صفت چې اور ته تلل لازموي دا دی چې انسان په داسې حال کې مړ شي چې له الله سره یي څه شریک کړی وي، داسې چې له الله تعالی سره یې شریک او هم مثل په الوهیت، ربوبیت، اسماء او صفاتو کې ګرځولی وي.