نبي صلی الله علیه وسلم بیانوي چې: الله تعالی د هغه امت په دریو حالتونو کې بخښلی دی: لومړی: تېروتنه، دا هغه عمل دی چې له هغوی (امت) څخه بې له قصده صادر شي، یعنې یو مسلمان یو کار د یوه هدف لپاره ترسره کوي، خو د هغه عمل پایله بل څه راووځي له هغه څه نه چې ده غوښتل. دویم: هېرېدل، دا هغه حالت دی چې یو مسلمان یو څه په یاد لري، خو د عمل کولو پر مهال ترې هېر شي، نو په داسې حالت کې پرې هېڅ ګناه نشته. درېیم: جبر یا زور، کېدای شي بنده مجبور شي داسې یو کار پرې په زوره وشي چې اصلاً یې نه غواړي، او د زور یا جبر د دفع کولو وس ونه لري، نو په داسې حالت کې پرې ګناه نشته او نه ورته کومه سختي (حرج) ورپېښېږي. خو دا په یاد لرل په کار دي چې د حدیث موضوع د بنده او د هغه د رب ترمنځه ده، کله چې دی ناروا عمل تر سره کوي، او په کوم عمل چې ورته امر شوی نو په هېرېدو سره ترې نه ساقطېږي خو: که د عمل له امله یې د نورو خلکو حق ضایع شي، نو د هغوی حق نه ساقطېږي لکه: څوک چې یو انسان په خطا ووژني، نو دیت پرې واجب دی، یا یې د یو چا موټر په تېروتنه خراب کړ، نو تاوان به یې پرې کوي.