رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو پوښتنو په اړه چې شیطان پرې مؤمن ته وسوسې ور اچوي د مؤثرې درملنې څخه خبر ورکوي. شیطان به ووایي: دا فلانی چا پيدا کړی دی؟ دا فلانی چا پیدا کړی دی؟ ځمکه چا پیدا کړې ده؟ نو مؤمن به ورته د دين، فطرت او عقل له مخې پدې وینا سره جواب ورکړي چې: الله، خو شیطان د وسوسې اچولو لدې حد سره نه ودریږي، بلکې بل پړاو ته ځي تر دې چې ووایی: ستا رب چا پیدا کړی دی؟ بیا مؤمن په درېو کارونو سره دغه وسوسه له منځه وړي: په الله تعالی باندې په ایمان لرلو سره. او له شیطان څخه په الله جل جلاله باندې پناه وړلو سره. او په وسوسو کې له مخکې تللو څخه په ودرېدلو سره.