رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې چا: (لا إله) نشته حق اله او معبود ( إلا الله، وحده لا شريك له) مګر یو الله دی چې شریک نه لري؛ نه په الوهیت، نه په ربوبیت او نه په خپلو نومونو او صفاتو کې.(له الملك) هغه لره ټول واک او تدبیر دی، (وله الحمد) او هغه لره ستاینه ده په هر هغه څه کې چې پيدا کړی او اندازه کړی یې دی، (وهو على كل شيء قدير) او هغه پر هر څه قادر دی، نه کوم رقیب لري او نه مدافع، او هغه چې څه ونه غواړي هغه نه کېږي. څوک چې دغه ذکر په ورځ کې سل ځلې ووايي او تکرار یې کړي، نو د الله په نزد د هغه لپاره لکه د لسو غلامانو د آزادولو اجر دی، او پدې سره به ورته سل نیکۍ او په جنت کې سل درجې ولیکل شي، او سل بدۍ به ترې لرې شي، او دا به ورته د شیطان پر وړاندې ساتونکي او دفاعي قلعه وي او له شیطان او د هغه له ملګرو څخه به یې ساتنه کوي، تر دې چې لمر ډوب شي او بیګا داخل شي، د قیامت په ورځ به د ده نه بل هېڅوک غوره نه وي، مګر هغه څوک چې لده څخه یې زیات عمل کړی وي.