رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې هغه د اسراء او معراج په شپه له ابراهیم علیه السلام سره مخ شو، نو ورته یې وویل چې اې محمده! زما سلام دې امت ته ورسوه، او پوه یې کړه چې جنت ښایسته خاوره او خوږې اوبه لري چې مالګیني نه دي او دا چې جنت پراخه دی، ځمکه یې اواره ده ونې نه لري، او دا چې کښت یې پاکیزه کلمې دي هغه کلمې باقیات او صالحات دي، یعنې پاکیزه کلمې دي چې تر هغه پورې به په جنت کې وي تر څو چې ځمکه او اسمانونه وي او هغه دا دي: سُبْحَانَ اللهِ، وَالحَمْدُ لِلَّهِ، وَلاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ، وَاللَّهُ أَكْبَرُ، نو هر کله یې چې یو مسلمان ووايي او تکرار یې کړي، په جنت کې ورته یوه (ونه) کرل کیږي.