یو سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته شکایت وکړ چې نفلي عبادتونه پرې زیات شوي دي تر دې چې د کمزورۍ له امله یې نه شي ادا کولای، بیا یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې داسې یو ساده عمل ته یې لارښوونه وکړي چې اجر یې ډېر وي، نو دی به پرې په دوامداره توګه ټینګار وکړي. نو هغه ته رسول الله - صلی الله علیه وسلم - لارښوونه وکړه چې په هر وخت او حالاتو کې د الله تعالی په یادولو سره خپله ژبه تازه او خوځنده وساتي لکه: تسبیح (سبحان الله) ویل، تحمید (الحمد لله) ویل، استغفار (استغفر الله) ویل او داسې نور.