رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي څوک چې د توحید کلمه ووایي، په معنی یې پوه شي او په غوښتنه یې عمل وکړي. او پر دې ګواهي ورکړي چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی، او پر دې چې عیسی علیه السلام د الله جل جلاله بنده او رسول دی، او دا چې الله جل جلاله د "كُن" یعنې (شه) په کلمې سره پيدا کړی دی، او دا چې هغه له ارواحو څخه یو روح دی چې الله جل جلاله پیدا کړي دي، او دا چې د هغه مور ته یې له تور (تهمت) څخه براءت ورکړ چې یهودو تورنه کړې وه، او ایمان یې راوړ پر دې چې جنت حق دی، او اور حق دی، او د دواړو په شتون یې باور وکړ، او دا چې یو یې د الله جل جلاله نعمت او بل یې عذاب دی، او پر همدې عقیده مړ شو؛ نو تګ یې جنت ته دی که څه هم په پيروۍ کې نیمګړتیا او ګناهونه ولري.