رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوو شیانو په اړه خبر ورکوي، که چېرته پرې مسلمان ټینګ پاتې شي نو جنت ته به داخل شي. لومړی: له هغو خبرو څخه د ژبې ساتل چې الله تعالی پرې غصه کیږي، دوهم: له فحاشۍ څخه د شرمګاه ساتنه. ځکه چې په دې دوو غړو سره زیاته ګناه تر سره کیږي.