رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې کله الله تعالی جنت او دوزخ پیدا کړل نو جبرائیل علیه السلام ته یې وویل: جنت ته لاړ شه او هغه ته وګوره، نو هغه لاړ او هغه ته یې وکتل او بیا بیرته راغی، جبریل وویل: اې ربه ستا په عزت مې دې قسم وي هیڅوک به یې په اړه نه اوري او نه د هغه څه په اړه چې په دې جنت کې له نعمتونو، عزتونو او ښېګڼو څخه دي مګر دا چې خوښ به ګڼي چې ورداخل شي او د هغه لپاره عمل وکړي. بیا الله تعالی جنت په سختیو او مشکلاتو سره وپوښه چې هغه د اوامرو پر ځای کول او له نواهیو څخه ځان ساتل دي، نو څوک چې جنت ته د ننوتلو اراده ولري باید له هغو سختیو څخه تېر شي. وروسته له هغه چې الله جل جلاله جنت په سختیو سره وپوښه، نو جبریل ته یې وفرمايل! لاړ شه او جنت ته وګوره، نو هغه لاړ او هغه ته یې وکتل، بیا راغی او ویې ویل: اې ربه، ستا په عزت مې دې قسم وي، زه ویره لرم چې هیڅوک به هغه ته د هغه په لاره کې د سختیو له امله داخل نشي. او کله چې الله تعالی اور پیدا کړ نو ویې ویل: اې جبرائیله! لاړ شه او هغه وګوره، نو هغه لاړ او ویې لیده، بیا راغی او جبرائیل علیه السلام وویل: اې ربه! ستا په جلال مې دې قسم وي چې هیڅوک به یې د هغه عذاب، ستونزو او ربړونو په اړه نه اوري مګر دا چې له ننوتلو څخه به یې کرکه وکړي او له اسبابو څخه به یې ځان وژغوري. بيا الله جل جلاله اور پټ کړ او د ورتګ لاره یې په شهوتونو او لذتونو سره وګرځوله ، بيا يې وويل: اې جبرائيل! ورشه او ورته وګوره، نو جبرائیل لاړ او ورته یې وکتل، بیا راغی او ویې وییل: اې ربه! ستا په عزت مې دې قسم وي زه ووېرېدم او اندیښنه راسره پیدا شوه چې د هغه شهوتونو او خوندونو له امله چې ترې چاپیره شوي دي، هیڅوک به ترې خلاصی ونه مومي؛