رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو ملګرو په اړه یو څه واورېدل، هغه دا چې دوی له هغه څخه ډېرې پوښتنې کولې، نو هغه غوسه شو، وعظ یې وکړ او ویې فرمایل: ماته جنت او دوزخ راوښودل شول؛ نو هېڅکله مې دومره خېر نه و لیدلی لکه نن مې چې په جنت کې ولید، او نه مې دومره ډېر شر لیدلی و لکه نن مې چې په اور کې ولید، او که چېرته تاسو هغه څه لیدلی وای چې ما ولیدل، او په هغه څه پوهېدئ چې زه پرې په پوهېږم د هغه څه له مخې چې ما نن ولیدل او له نن ورځې مخکې مې لیدلي وو، نو ډېر به نرم او مهربان شوي وئ، خندا به مو لږه او ژړا به مو زیاته شوې وه. انس رضي الله عنه وویل: د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ملګرو داسې سخته ورځ نه وه راغلې، نو دوی خپل سرونه پټ کړل او د زیاتې ژړا له امله یې زږېروي ختل، هغه ژړا چې له شدت له وجې له پوزې راوځي. نو عمر رضي الله عنه ودرید او ویې ویل: مونږ په الله تعالی د رب، په اسلام د دین او په محمد صلی الله علیه وسلم د پېغمبر په توګه راضي یو. وایي: نو هغه سړی ودرېد او ویې ویل چې: زما پلار څوک دی؟ هغه وویل: «پلار دې فلانی دی» نو دا آیت نازل شو: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَسْأَلُوا عَنْ أَشْيَاءَ إِنْ تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ} (اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د داسې څیزونو په باره كې تپوس مه كوئ چې كه تاسو ته ظاهر كړى شي (،نو) تاسو به خفه كړي). [المائدة: 101].