اسامة بن زید رضي الله عنهما ته وویل شو: آیا عثمان بن عفان رضي الله عنه ته نه ورځې چې د هغه فتنې په اړه ورسره وغږیږې چې د خلکو تر منځ راپارېدلې ده، تر څو یې ختمه کړې، نو هغه ورته وویل چې په پټه یې ورسره د اصلاح لپاره خبرې کړي دي، نه دا چې فتنه راوپاروي، موخه یې دا وه چې نه غواړي د خلکو په مخکې په واکمنانو نیوکي وکړي، ځکه دا کار د خلیفه په وړاندې یو ډول جرات دی، چې دا په خپله د شر او فتنې دروازه خلاصوي، حال دا چې زه نه غواړم لومړی کس اوسم چې دا دروازه خلاصوي. بیا اسامة رضي الله عنهما وفرمایل: چې دی په پټه واکمنانو ته نصیحت کوي او هیچا ته چاپلوسي نه کوي که هغه امیر هم وي، او تملق ورته هم نه کوي چې د هغوی په مخکې یې ناحقه ستاینه وکړي، دا ځکه چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي و چې د قیامت په ورځ به یو سړی راوستل شي او په اور کې به واچول شي، نو د سختې ګرمۍ او سخت عذاب له امله به یې په تېزۍ سره کولمې له ګېډي د باندې راووځي، نو په همدې حالت کې به خپلې کولمې د ځان پسې راکاږي او تاوېږي به لکه خر چې د مېچن تاوولو لپاره تاوېږي کله چې پرې اوړه کوي، نو دوزخیان به پرې د کړۍ په څېر راټول شي او پوښتنه به ترې وکړي چې: آیا تا موږ ته په نیکۍ امر نه کاوه او له بدیو دې نه منع کولو؟! نو دی به ووایي: ما په نیکۍ امر کاوه خو خپله مې نه کوله، او له بدیو مې (خلک) منع کول او خپله به مې بدي کوله.