رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ربړوونکی اواز واورېد لکه یو څه چې راپرېوځي، نو د ورسره ناستو صحابه کرامو رضي الله عنهم څخه یې د نوموړي غږ په اړه پوښتنه وکړه، هغوی وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږی. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته وفرمایل: دا آواز چې تاسو واورېده د هغې ډبرې دی چې اویا کاله مخکې د دوزخ له څنډې خویه شوې وه، نو همداسې ور روانه وه او ورلویده، تر دې چې اوس یې بیخ ته ورسیده چې تاسو یې غږ واوریده.