explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم واضحه کړه چې اور په هغو کارونو سره پوښل شوی دی چې نفس یې غواړي لکه حرام کارونه او یا په واجباتو کې غفلت کول. څوک چې نفس د خپلو خواهشاتو تابع کړي نو د اور مستحق دی. او دا چې جنت په هغو شیانو سره پوښل شوی دی چې نفس ترې کرکه کوي لکه د هغو کارونو تر سره کول چې امر پرې شوی وي، او د حرامو کارونو پرېښودل او ترې صبر کول، نو که چېرته یې ترې ځان وساته او د خپل ځان سره یې مبارزه وکړه نو جنت ته د ننوتلو مستحق ګرځي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • په شهوتونو کې د ښکېل کېدلو یو لامل منکر او ناوړه کار لره د شیطان ښایسته کول دي، تر دې چې نفس ته ښایسته ښکاره شي او لورې ته یې تمایل پیدا کړي.
  • له حرامو خواهشاتو څخه د ځان ساتلو امر؛ ځکه چې دا د دوزخ لاره ده، او په سختیو صبر کول، ځکه چې دا د جنت لاره ده.
  • د ځان په وړاندې د مبارزې فضیلت او په عبادت کې زیار وېستل او د اطاعت په شاوخوا کې په ننګونو او سختیو صبر کول.