رسول الله صلی الله علیه وسلم د اختر په ورځ عیدګاه ته راووت، په داسې حال کې چې د ښځینه وو سره یې ژمنه کړې وه چې یوازې به دوی ته خطبه ورکوي، نو ژمنه یې په دې ورځ پوره کړه او ویې ویل: اې د ښځو ډلې صدقه ورکړئ او ډېر استغفار وایئ؛ دا دواړه د ګناهونو د له منځه وړلو له سترو اسبابو څخه دي، ځکه چې د اِسرا په شپې ما تاسو د دوزخیانو اکثریت ولیدئ. نو له دوی څخه یوې عقلمندې، د نظر خاوندې او هوښیارې ښځې وویل: اې د الله رسوله! ولې د دوزخیانو اکثریت موږ یو؟ هغه وفرمایل: د څو کارونو له امله: دا چې زیات لعنت او سپکې سپورې وایئ او د خاوند حق نه منئ. بيا يې د هغوى ځینې ځانګړتیاوې په دې وینا سره بیان کړې چې: ما ستاسو په څېر د عقل او دین له اړخه نیمګړې نه دي لیدلی چې د یو عاقل سړي عقل، حزم او اراده ترې واخلئ او بې واکه یې کړئ. هغې وویل: اېی د الله رسوله! د عقل او دین نیمګړتیا څه ده؟ هغه وفرمایل: د عقل نېمګړتیا دا ده چې د دوو ښځو شاهدي د یو سړي له شاهدۍ سره برابره ده؛ نو دا د عقل نقصان شو، او د دین نېمګړتیا یې نیمګړي نیک عملونه دي چې د حېض له امله په شپو او ورځو بې لمانځه تېروي، او د حېض له امله په رمضان کې روژې خوري، نو دا یې د دین نېمګړتیا ده، خو پدې نېمګړتیاوو سره هغوی نه ملامتېږي او نه پرې نیول کېږي؛ ځکه چې دوی همداسې پيدا شوي دي، لکه څنګه انسان په فطري توګه داسې پیدا شوی چې د مال سره مینه لري او په چارو کې بیړه کوي او ناپوهه دی... او داسې نور، نو خلک یې دې ته متوجه کړل چې څوک پرې ونه غولېږي.