رسول الله ﷺ ابو سعيد الخدري رضي الله عنه ته خبر ورکړ چې څوک په الله ایمان ولري، هغه د رب، خالق، مالک، بادار او امر کوونکي په حیث ومني، اسلام په پيروۍ او ورته غاړې اېښودلو کې د دین په توګه ومني، او محمد ﷺ د داسې پېغمبر په توګه ومني چې د هغه ټول پیغامونه او هغه څه ومني چې هغه خلکو ته رسولي دي، نو د هغه لپاره جنت ثابت دی، ابو سعيد رضي الله عنه د دې خبرې په اورېدو سره حیران شو او ویې ویل: «اې د الله رسوله! دا راته بیا ووایه» رسول ﷺ بیا تکرار کړل، بیا رسول الله ﷺ وویل: «او بل عمل شته چې په وسیله یې الله تعالی سړي ته په جنت کې سل درجې لوړوي، او د هرې درجې ترمنځ فاصله لکه د آسمان او ځمکې ترمنځ ده» ابو سعيد وویل: «هغه څه دي ای د الله رسوله؟» هغه وفرمایل: «د الله په لار کې جهاد، د الله په لار کې جهاد».