رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې یو اواز کوونکی به جنتيانو ته په داسې حال کې غږ وکړي چې دوی به په نعمتونو کې وي چې: تاسو به د تل لپاره په جنت کې یاست او هېڅکله به لږ هم نه ناروغه کېږئ، او تاسو به تل ژوندي یاست، هېڅکله به نه مړه کېږئ، اګر که خوب هم وي، چې یو ډول مړینه ده، او تاسو به تل ځوانان یاست، هېڅکله به نه زړېږئ، او تاسو به تل په نعمتونو کې یاست او هېڅکله به نه غمجن کېږئ او نه به له سختۍ سره مخ کېږئ، دا د الله تعالی هغه وینا ده چې فرمایي: {ونُودُوا أنْ تلكم الجنة أورثتموها بما كنتم تعملون} [الأعراف: 43].(او دوى ته به اواز وكړى شي چې دا جنت دى چې تاسو د ده وارثان ګرځول شوي یئ، په سبب د هغو عملونو چې تاسو به كول).