یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته یې وویل: اې د الله رسوله، زمونږ څخه یو تن په خپل ځان کې داسې څه حس کوي چې په خوله ویل یې ډیره لویه خبره ده، تر دې پورې چې ایره شي دا ورته ډیره غوره ده لدې چې په اړه یې خبرې وکړي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه ځلې الله اکبر وویل او د الله تعالی حمد یې ادا کړ چې د شیطان مکر یې یوازې د هغه وسوسې ته وروګرځاوه ـ یعنې له وسوسې پرته نور هیڅ نشي کولای - .