انس بن مالک رضي الله عنه خبر ورکوي چې: صحابه کرام له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په جومات کې ناست وو چې یو سړی جومات ته په اوښ سپور ننوت، نو اوښه یې چو کړله بیا یې وتړله، بیا یې ترې پوښتنه وکړه: په تاسو کې محمد څوک دی؟ پداسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خلکو تر منځه ډډه وهلې وه، نو مونږ وویل: دا سپین سړی دی چې ډډه یې وهلې ده، نو سړي ورته وویل: اې د عبد المطلب زویه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: درڅخه اورم، پوښتنه وکړه چې ځواب درکړم. نو سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: زه له تا څخه پوښتنې کوم او په پوښتنو کې درباندې سختي کوم، نو زړه ته یې مه نیسه. یعنې: پر ما مه غصه کیږه او - راسره - مه تنګیږه، نو هغه وفرمایل: څه چې غواړې وپوښته، نو هغه وویل: زه له تا څخه ستا او ستا څخه د مخکنیو د رب په نوم پوښتنه کوم چې آیا ته الله تعالی ټولو خلکو ته لیږلی یې؟ هغه وویل: هو - یعنې الله پوهیږي چې زه ریښتنی یم - د خپلې ریښتینولی د ثبوت په خاطر - یې دا تاکید وکړ . سړي وویل: زه د الله په نوم درڅخه پوښتنه کوم چې آیا الله تعالی درته امر کړی دی چې مونږ په شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځونه وکړو؟ او هغه فرض لمونځونه دي، هغه وفرمایل: هو، الله پوهېږې چې زه ریښتینی یم، هغه وویل: زه د الله تعالی په نوم ستا څخه پوښتنه کوم چې آیا الله تعالی درته امر کړی دی چې د کال دا میاشت روژه ونیسو؟ یعنې د رمضان میاشت، هغه وفرمایل: هو، الله پوهیږې چې زه ریښتینی یم، هغه وویل: زه د الله تعالی په نوم له تا څخه پوښتنه کوم چې آیا الله تعالی درته امر کړی دی چې زمونږ له مالدارانو څخه دا صدقه واخلې او زمونږ په غریبانو یې وویشې؟ یعنې زکات، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هو، الله پوهیږې چې زه ریښتنی یم، نو ضمام اسلام راوړ، او رسول الله صلی الله علیه وسلم - خپلو ملګرو ته - خبر ورکړ چې هغه به خپل قوم اسلام ته رابلي، بیا یې خپل ځان معرفي کړ چې هغه ضمام بن ثعلبه د بنی بکر له قبیلې څخه دی.