رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځینو سفرونو کې و، او خلک په خپلو کېږدیو او خېمو کې وو چې شپه به یې پکې تېروله، نو خلکو ته یې یو کس ورولېږه او امر یې ورته وکړ چې د اوښانو په غاړو کې ځوړندې غاړکۍ پرې کړي، هغه که د لرګي دوه ښاښۍ وي - یا بل څه وي لکه: ګونګرو او یا څپلۍ- ځکه چې دوی دا شیان د څارویو په غاړو کې له بد نظر څخه د ساتلو په موخه ځوړندول، نو دوی ته یې د پرې کولو امر وشو؛ ځکه چې دا له هغوی څخه هېڅ شی نشي منع کولی، او دا چې ګټه او تاوان یوازې د الله په لاس کې دي، هغه ذات چې شریک نه لري.