explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله جل جلاله فرمایلي دي: هغه له شریکانو څخه تر ټولو غني شریک دی، ځکه هغه له ​​هر څه څخه بې پروا دی، او دا چې انسان کله له اطاعت څخه یو عمل وکړي او هغه د الله او غیرالله لپاره وګرځوي، نو الله تعالی یې پریږدي او ورڅخه یې نه قبلوي، او په خاوند یې بېرته ور واپس کوي. نو عمل باید خالص د الله تعالی لپاره وي، ځکه چې هغه پاک ذات یوازې هغه څه مني چې خالص د هغه کریم ذات لپاره وي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د شرک له ټولو ډولونو څخه ځان ساتل؛ او دا چې د عمل د قبلېدلو مانع ګرځي.
  • د الله تعالی د بډایتوب او عظمت احساس کول مرسته کوي چې عمل کې اخلاص وموندل شي.