رسول الله صلی الله علیه وسلم له یو شمېر اصحابو سره و، نو درې ځلې یې له هغوی څخه وغوښتل چې له هغه سره بیعت وکړي او د ځینې کارونو ژمنه ورسره وکړي: لومړی: یوازې د یو الله جل جلاله عبادت کول د هغه د اوامرو په منلو او له نواهیو څخه یې په ډډې کولو سره او دا چې د هغه سره به شرک نه کوي. دویم: په شپه او ورځ کې د پنځه وخته لمونځونو ادا کول. دريم: په نیکو کارونو کې د مسلمانانو چارواکو ته غوږ نیول او پيروي یې کول. څلورم: یوازې له الله جل جلاله څخه د خپلو ټولو حاجتونو د پوره کولو غوښتنه او پدې وینا سره رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل غږ ټیټ کړ. او صحابه کرامو رضی الله عنهم چې په څه ورسره بیعت کړی و هغه یې عملي کړل، آن تر دې چې رواي وایي: یقینا چې ما ځینې هغه صحابه ولیدل چې کله به له یو څخه قمچینه ولویده، نو له هیچا یې سوال نه کاوه چې ورته یې راپورته کړي، بلکې خپله به پسې ښکته کېده او راخېستله به یې.