رسول الله صلی الله علیه وسلم حنین ته چې د طائف او مکې تر منځ یوه دره ده، لاړ او له هغه سره یې څو اصحاب هم وو چې په دې وروستیو کې یې اسلام قبول کړی و. نو له يوې ونې څخه تېر شول، چې نوم يې "ذات أنواط" وه، یعنې هغه چې شیان ورپورې تړل کېدل، نو مشرکانو به يې تعظيم کاوه او خپلې وسلې او نور شيان به يې د برکت په موخه ورپورې تړل، نو له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه یې وغوښتل چې د دوی لپاره هم دې ته ورته یوه ونه وټاکي چې خپلې وسلې پرې د برکت په موخه وځړوي. فکر یې کاوه چې دا کار به جایز وي. نو رسول الله صلى الله عليه وسلم د دې خبرې په غندلو سره د الله جل جلاله حمد او ستاینه ادا کړه او ويې ويل چې دا خبره د موسى د قوم هغې وينا ته ورته ده چې وېیل یې: {اجعل لنا إلهًا كما لهم آلهة}،یعنې {زموږ لپاره هم یو معبود جوړ کړه لکه څنګه چې دوى معبودان لري}. كله یې چې هغه كسان وليدل چې د بتانو عبادت یې کاوه، نو غوښتنه یې وکړه چې دوی هم داسې بتان ولري لکه مشرکان یې چې لري او دا د هغوی د تګلارې پیروي ده. بیا یې خبر ورکړ چې دا قوم به خامخا د یهودانو او نصاراوو لاره تعقیبوي او هغه څه به کوي چې دوی کړي دي، په دې اړه یې خبرداری ورکړ.