explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه په مدحه او توصیف بیانولو کې له مبالغې او شرعي حدودو له اوړېدلو څخه منع کړې ده، چې څوک یې د الله تعالی په صفتونو او یا ځانګړو افعالو سره یاد کړي، او یا دا چې - باور ولري - په غیبو پوهیږي، او یا دا چې له الله سره رابلل کیږي، لکه څرنګه چې نصاراوو د عیسی زوی د مریمې علیهما السلام په حق کې کړي وو. بیا یې واضحه کړه چې هغه د الله له بنده ګانو څخه یو بنده ده، او امر یې وکړ چې په اړه یې ووایو: د الله بنده او رسول دی.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • په تعظیم او ستاینه کې له شرعي حد څخه د اوړېدلو په اړه خبرداری؛ ځکه چې دا د شرک سبب ګرځي.
  • هغه څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه امت ته خبرداری ورکړی و، پدې امت کې پېښ شول، نو یوې ډلې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه افراط وکړ او یوې بلې د اهل بیت په اړه، او بلې ډلې د اولیاوو په اړه؛ نو ټول په شرک کې واقع شول.
  • رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل ځان په اړه وویل چې هغه د الله بنده دی؛ تر څو خلکو ته وښایي چې د الله روزلی شوی بنده دی، او جایز ندی چې د ربوبیت له ځانګړتیاوو څخه په کوم شي سره یاد شي.
  • رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل ځان په اړه یادونه وکړه چې د الله رسول دی؛ تر څو ښکاره کړي چې هغه د الله تعالی لخوا لیږلی شوی پيغمبر دی، نو تصدیق او پيروي یې واجب ده.