د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه خبره وكړه او ما بله وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « څوک چې مړ شي پداسې حال کې چې هغه د الله جل جلاله سره شریک رابلي، اور ته به داخل شي» او ما وویل: څوک چې مړ شو پداسې حال کې چې د الله جل جلاله سره بل شریک نه رابلي، جنت ته به داخل شي. صحيح دی - متفق علیه دی
explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته خبر راکوي چې چا له الله جل جلاله پرته د بل چا لپاره یو عمل تر سره کړ، پداسې حال کې چې باید الله جل جلاله ته یې تر سره کړي، لکه له الله پرته د بل چا رابلل، او یا له هغه پرته پر بل چا مرسته غوښتل او بیا پر همدې عمل مړ شي نو دی به له دوزخیانو څخه وي. او ابن مسعود رضي الله عنه زیاتوي چې څوک مړ شو، پداسې حال کې چې له الله جل جلاله سره یې شریک نه و رابللی، نو ورتګ یې جنت ته دی.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • دعا عبادت دی او له الله پرته بل چاته نه کیږي.
  • د توحید فضیلت، او دا چې څوک پرې مړ شو نو جنت ته به داخل شي، که څه هم په ځینو ګناهونو یې عذاب ورکړل شوی وي.
  • د شرک خطر، او دا چې څوک پرې مړ شو دوزخ ته به داخل شي.