explain-icon

تشریح

څوک چې په زړه او یا کړنې او یا دواړو سره د یو شي لورې ته پدې موخه وګوري چې ګټه ورته ورسوي او یا ورڅخه ضرر دفع کړي نو الله به یې همغه شي ته وروسپاري چې ځړولی یې دی، او چا چې د الله سره اړیکه وساتله نو هغه - ذات - ورته بسنه کوي او هر سخت کار به ورته اسانه کړي او څوک چې له الله پرته د بل څه سره اړیکه ونیسي، نو الله به یې همغه شي ته وروسپاري او ذلیل به یې کړي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • له الله - تعالی - پرته د بل چا سره د تړاو ممانعت.
  • په ټولو چارو کې( د ټولو چارو څخه مطلب هغه چارې دي چې د الله تعالی څخه پرته یې څوک نه شي تر سره کولای) د الله - جل جلاله - سره د تړاو وجوب.
  • د شرک ضررونه او د بدو پایلو بیان.
  • سزا د عمل له جنس څخه وي.
  • د کار پایله کارګر ته ورګرځي، که ښه وي او یا بده.
  • د هغو کسانو ذلت او رسوایي چې الله یې پریښی او له بل چا څخه یې د خیر غوښتنه کړې ده.