رسول الله صلی الله علیه وسلم ته له مشرکانو څخه ځینې خلک راغلل، پداسې حال کې چې زیات قتلونه او زناګانې یې کړې وې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل: هغه څه چې ته ورته له اسلامي لارښوونو څخه بلنه ورکوې ښه کار دی، خو د هغه شرک او لویو ګناهونو له امله به زمونږ برخلیک څنګه شي چې مونږ پکې لوېدلي یو، نو آیا (زمونږ لپاره) کومه بخښنه شته؟ نو دا دوه آیتونه نازل شول: چې الله تعالی یې په ترڅ کې د هغو خلکو توبه قبوله کړه، سره لدې چې زیات او لوی ګناهونه یې کړې وو، او که داسې نه وای شوي نو په خپل کفر او سرکشۍ کې به وړاندې تللي وو او هېڅکله به پدې دین کې نه وو داخل شوي.