explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په اسلام کې د داخلېدو فضیلت بیانوي، او دا چې چا اسلام قبول کړ او ښه مسلمان شو او صادق او رښتينی و؛ نو د جاهلیت په زمانه کې د ګناهونو حساب به ورسره نه کیږي، او چا چې په اسلام کې بدي وکړه؛ چې منافق و يا له خپل دین څخه مرتد شو؛ نو له هغه سره به د هغو عملونو حساب وشي چې په کفر کې یې کړي دي او هغه چې په اسلام کې یې له - بدو عملونو - څخه کړي دي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • هغه عملونو ته د صحابه کرامو - رضوان الله علیهم - پاملرنه او ورڅخه یې وېره چې د جاهلیت په وخت کې ترې صادر شوي دي.
  • په اسلام ثابت پاتې کېدلو باندې ټینګار.
  • په اسلام کې د داخلېدو فضیلت او دا چې د پخوانيو عملونو کفاره ده.
  • مرتد او منافق سره به د هر هغه عمل حساب کیږي چې د جاهلیت پر مهال یې تر سره کړي او د هرې هغې ګناه چې په اسلام کې یې کړي دي.