د نجد له خلکو څخه یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی، په داسې حال کې چې ویښتان یې ګډوډ وو ، غږ یې لوړ و، په خبرو یې څوک نه پوهېده، تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته نږدې شو. نو د اسلام د فرائضو په اړه یې پوښتنه وکړه؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم په لمانځه پېل وکړ او پوه یې کړ چې الله تعالی پرې په شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځونه فرض کړي دي. ويې ويل: آيا له دې پنځو لمونځونو پرته بل کوم لمونځ کول راباندې شته؟ ويې فرمايل: نه، پرته له دې چې د نفل په توګه لمونځ ادا کړې. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: او له هغه څه نه چې الله تعالی درباندې فرض کړي دي د رمضان د میاشتې روژه نیول دي. سړي وویل: آیا د رمضان له روژې پرته راباندې بله روژه نیول شته؟ هغه وويل: نه، پرته له دې چې په خپله خوښه روژه ونيسې. بيا ورته رسول الله صلی الله علیه وسلم د زکات يادونه وکړه. نو سړي وویل: آیا له فرض زکات نه پرته راباندې نورې کومې صدقې شته؟ هغه وفرمایل: نه، مګر دا چې نفلي وکړې. کله چې سړي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دا فرایض واورېدل، روان شو او په الله تعالی یې سوګند وکړ چې پر همدې به پابند پاتې کیږي؛ نه به ترې څه کموي او نه به یې زیاتوي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د دې خبرې پسې وفرمایل: که چېرته دا سړی په خپل سوګند کې ریښتونی و، نو له کامیابانو څخه به وي.