کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم معاذ بن جبل رضي الله عنه د یمن هېواد ته د الله لورې ته د بلونکي او ښوونکي په حیث ولېږه، نو ورته یې واضحه کړه چې هغه به د نصاراوو له یو قوم سره مخ کیږي؛ تر څو ورته چمتووالی ولري، نو بیا دې ورته تر ټولو د مهمو مسایلو په بیانولو پیل وکړي. نو لومړی دې هغوی د عقېدې سمون ته راوبولي؛ تر څو پدې ګواهي ورکړي چې له الله -تعالی- پرته بل معبود نشته او دا چې محمد -صلی الله علیه وسلم- د الله -تعالی- رسول دی؛ ځکه چې پدې سره په اسلام کې داخلیږي، نو کله چې دې ته غاړه کیږدي په لمانځه ورته امر کوي؛ ځکه چې لمونځ له توحید څخه وروسته تر ټولو لوی واجب دی، نو کله یې چې لمونځ قائم کړ، مالدارو ته یې امر کوي تر څو د خپلو مالونو زکات غریبانو ته ورکړي ، او بیا یې هغه ته خبرداری ورکړ چې غوره مال یې وانخلي، ځکه چې واجب منځمهالی دی، بیا یې ورته له ظلم څخه په ځان ساتلو وصیت وکړ، تر څو ورته مظلوم ښیرا ونه کړي، ځکه چې د هغه ښېراوې قبلیږي.