له حکیم بن حزام رضی الله عنه څخه روایت دی چې فرمایي: ما وویل: اې د الله رسوله، ماته د هغو کارونو په اړه خبر راکړه چې ما به پرې جاهلیت کې عبادت کاوه لکه: صدقه، د مریانو ازادول او صله رحمي، نو آیا په هغې څه اجر شته؟ نو نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل: داسې مهال دې اسلام راوړی چې مخکې دې ترې ښه کارونه کړي دي».
صحيح دی - متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې که کافر مسلمان شي نو هغه ته به د هغو نیکو عملونو ثواب ورکول کیږي چې د جاهلیت په زمانه کې یې له اسلام څخه وړاندې کړي دي، لکه صدقه ورکول، د غلامانو ازادول او صله رحمي.
د حديث له ګټو څخه
که چېرته یو څوک د کفر په حالت کې مړ شي نو هغه ته د هغو نېکو عملونو ثواب نه ورکول کیږي چې په دنیا کې یې کړي دي.