له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وايي چې: رسول الله ﷺ فرمایلي: چا چې خپل (مسلمان) ورور ته وویل چې: "اې کافره!"، نو دا (تکفیر) به له دوی څخه د یو پورې نښلي؛ که هغه رښتیا کافر وي نو خبره پر ځای ده، او که نه وي، نو دا خبره به بېرته پر هماغه ویونکي ورګرځي». صحيح دی - متفق علیه دی
explain-icon

تشریح

نبي ﷺ مسلمان ته دا خبرداری ورکړی چې خپل مسلمان ورور ته دې «اې کافره!» نه وايي، ځکه د کفر دا خبره به د دوی له یو سره تړلې وي؛ که مخاطب رښتیا کافر وي، نو خبره پرې صدق کوي او که نه وي نو د خپل ورور تکفیرول به بېرته پر ویونکي ورګرځي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • دا حدیث مسلمان ته خبرداری ورکوي چې خپل مسلمان ورور په داسې صفت سره یاد نه کړي چې په هغه کې نه وي لکه فسق یا کفر.
  • له دې ناوړه وینا څخه وېرول او دا چې ویونکی یې په لوی خطر کې دی، کله چې خپل (مسلمان) ورور ته ووایي، نو په کار ده چې د ژبې ساتنه يې وشي او دا چې باید یوازې د علم او بصیرت پر بنسټ خبرې وشي.