مقداد بن الاسود رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې که له یوه کافر سره په جګړه کې مخ شي او دواړه سره په توره وجنګیږي، تر دې چې کافر د هغه یو لاس په توره ووهي او پرې یې کړي، بیا ترې کافر وتښتي او یوې ونې ته پناه یوسي او لا إله إلا الله ووایي نو آیا ماته یې وژل روا دي، په داسې حال کې چې زما لاس یې پرې کړی دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مه یې وژنه. هغه وویل: اې د الله رسوله! هغه زما یو لاس پرې کړی دی، آیا سره له دې یې هم ونه وژنم؟! نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مه یې وژنه، یقینا چې د هغه وینه تویول پر تا حرام شول، ځکه که هغه دې له اسلام راوړلو وروسته وواژه، نو هغه به ستا په څېر شي چې په اسلام راوړلو سره یې وینه معصومه وګرځي، او ته به د هغه په څېر شې چې د هغه په وژلو قصاص شې.