رسول الله صلى الله عليه وسلم خبر ورکوي چې الله جل جلاله ورته د مشرکانو سره د جنګېدو امر کړی دی تر دې چې پدې خبره ګواهي ورکړي چې له الله جل جلاله پرته بل حق معبود نشته، هغه یو دی او شریک نه لري او دا چې د محمد صلی الله علیه وسلم په پېغمبرۍ ګواهي ورکړي او د دې ګواهۍ په غوښتنه عمل وکړي لکه په شپه او ورځ کې پنځه وخته لمانځه ته پاملرنه او دا چې اړمنو خلکو ته فرض زکات ورکړي. نو کله یې چې دا کارونه وکړل اسلام د دوی د وینو او مال ساتنه کوي، او وژل یې بیا روا نه دي مګر دا چې کوم جرم یا جنایت ترسره کړي، چې د اسلام د احکامو له مخې بیا د وژل کېدو مستحق ګرځي او د قیامت په ورځ به یې حساب د الله جل جلاله سره وي، هغه ذات چې د دوی په رازونو پوهیږي.