له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی: رسول الله صلى الله عليه وسلم مونږ ته وفرمايل - حال دا چې - هغه رښتينى او امانتدار دى چې: «ستاسو څخه د يو تن پېداېښت داسې وي چې د خپلې مور په ګېډه کې څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې راټولېږي ، بیا د پنډ شوي سختې وینې په څېر شي، بیا د غوښې دیوې ټوټې په څېر - چې ژول شوي وي - وګرځي، بیا ورته ملاېکه راولېږل شي او د څلورو خبرو حکم ورته وکړل شي، نو د هغه رزق، اجل، عمل، نېکمرغي او یا بد مرغي ولیکي، بیا پکې ساه پوکړل شي، نو یو څوک به داسې وي چې د جنتیانو عملونه به کوي تر دې چې د هغه او جنت تر منځه یو ګز واټن پاتې شي، نو تقدیر به پرې رامخکې شي او د دوزخیانو عمل به ترسره کړي او اور ته به داخل شي، او یو څوک به داسې وي چې د دوزخیانو عملونه به تر سره کوي، تر دې چې د هغه او د دوزخ تر منځه یو ګز واټن پاتې شي، نو تقدیر به پرې رامخته شي او د جنتیانو عمل به وکړي نو جنت ته به داخل شي». صحيح دی - متفق علیه دی
explain-icon

تشریح

ابن مسعود رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته دا خبره کړې ده او هغه په ​​خپلو خبرو کې رښتینی دی؛ ځکه چې الله تعالی ریښتونی ګڼلی دی. هغه وفرمایل: ستاسو څخه د یو تن جوړښت راټولیږي، داسې چې کله یو سړی د خپلې مېرمنې سره یو ځای کیږي، نو د هغه شېندل شوي مني د ښځې په رحم کې د څلویښتو ورځو لپاره د نطفې په شکل کې راټولیږي. بیا علقه وګرځي چې هغه ټینګه او وچه وینه ده، او دا - کار - په دویمه څلویښتۍ کې کیږي، بیا مضغه شي؛ چې هغه د غوښې دومره اندازه ټوټه ده چې ژولو ته برابره وي، او دا په درېمه څلوېښتۍ کې کیږي. بیا ورته الله تعالی ملاېکه راولیږي، نو د درېمې څلوېښتۍ په پای کې پکې روح پوکړي، ملاېکې ته امر وشي چې څلور خبرې ولیکي: د هغه رزق؛ چې له هغه اندازې نعمتونو څخه عبارت دی چې په خپل عمر کې به یې لاسته راوړي، د هغه اجل؛ او دا په دنیا کې د هغه د پاتې کېدا موده ده، د هغه عمل، چې څه دی؟ او دا چې آیا نیکمرغه دی که بد مرغه. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم قسم یاد کړ چې یو سړی به د جنتیانو عمل کوي او عملونه به یې نیک وي، یعنې هغه څه چې خلکو ته ښکاري؛ تر هغه وخته پورې به همداسې وي، تر دې چې د ده او جنت تر منځه یوازې د یو ګز په اندازه فاصله پاتې شي، یعنې د ده او جنت ته د رسېدو په منځ کې به دومره فاصله پاتې شي لکه د یو ګز په اندازه، نو تقدیر او هغه څه به پرې غالب شي چې ورته لیکل شوي دي نو د دوزخیانو عمل به وکړي، نو په همدې سره به یې خاتمه وشي او اور ته به داخل شي. ځکه چې د عمل د منلو شرط دا دی چې په هغه باندې ثابت قدمه پاتې شي او بدلون ورنکړي. او د خلکو څخه یو بل تن به د دوزخيانو عمل تر هغه وخته پورې کوي چې هغه دوزخ ته ننوتلو ته نږدې شي او داسې به وي لکه د ده او د اور تر منځ چې د ځمکې د یو ګز په اندازه واټن پاتې شي، نو تقدیر به پرې غالب شي او هغه څه چې ورته لیکل شوي دي نو د جنتیانو عمل به وکړي او جنت ته به داخل شي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • په آخرت کې د چارو برخلیک د هغه څه پر بنا دی چې له وړاندې يې په اړه پرېکړه شوي وي او تقدیر پرې جاري شوی وي.
  • په عملونو له دوکه کېدو څخه ویروونه؛ ځکه چې عملونو ته اعتبار په پای سره دی.