له جریر بن عبد الله رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د ناڅاپه لیدو په اړه وپوښتل، نو هغه راته امر وکړ چې سترګې واړوم.
صحيح دی - مسلم روايت کړی دی
جریر بن عبد الله رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې یو سړی په ناڅاپه ډول پرته له نیته یوې پردۍ ښځې ته ګوري؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته امر وکړ چې څنګه پوه شو نو مخ دې بل لور ته واړوي او هیڅ ګناه پرې نشته.
صحابه کرامو رضی الله عنهم به رسول الله صلی الله علیه وسلم ته رجوع کوله او د هغه څه په اړه به یې ترې پوښتنه کوله چې پرې به نه پوهېدل، او عامو خلکو ته هم همداسې په کار دي چې خپلو علماوو ته رجوع وکړي او د هغه څه په اړه ترې پوښتنه وکړي چې پرې نه پوهیږي.