رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوه ډوله خلکو مثال بیان کړ: لومړی ډول: نېک او صالح ملګری چې د الله لورې او هغه څه ته دې لارښوونه کوي چې هغه پرې خوشحالیږي، او په اطاعت کې دې مرسته کوي. نو د ده مثال لکه د مشکو پلورونکي دی چې یا خو به یې درکړي، یا به یې ترې واخلې او یا به ترې ښایسته بوی درشي. او دویم ډول: بد ملګری؛ چې د الله له لارې دې منع کوي او د ګناهونو په کولو کې دې مرسته کوي او بد کارونه به ترې وینې او د هغه په څېر خلکو د ملګرتیا او ناستې پاستې له امله به د خلکو مخ در اوړي. نو د ده مثال د هغه پخ (آهنګر) په څېر دی چې اور پوکوي؛ نو یا خو به د اور سپرغۍ دروالوځوي او کالي به دې وسوځوي، او یا خو به ورته د نږدې والي له امله بد بوی ومومي.