رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو اصحابو ته د لویو ګناهونو په اړه خبر ورکوي، نو له دې دریو ګناهونو یادونه یې وکړه: 1. له الله جل جلاله سره شرک كول: او شرک له الله جل جلاله پرته بل چاته د هر ډول عبادت کول او د غیر الله سره په الوهیت، ربوبیت، اسماء او صفاتو کې د الله جل جلاله برابرولو ته وایي. 2. د مور او پلار نا فرماني: دا د مور او پلار هر ډول ازارول دي، هغه که په وینا سره وي یا په کړنه، او د هغوی سره نیکي پرېښودل دي. 3. دروغ وینا، چې له جملې څخه یې د دروغو ګواهي ده، او د دروغو ګواهي له هغه دروغ وینا څخه عبارت ده چې موخه ترې د بل چا حق د پښو لاندې کول دي؛ چې یا یې مال واخیستل شي او یا یې په عزت، ناموس او داسې نورو تیری وشي. رسول الله صلى الله عليه وسلم په تکراري ډول له دروغ وینا څخه وېرول کړي تر څو یې بدوالي او په ټولنه کې ناوړه پایلو ته د خلکو پام راواړوي، تر دې چې د زیات تکرار له امله صحابه کرامو وویل چې کاش چپ شوی وای؛ پر هغه د ترحم له امله او د هغه کار د بدوالي له امله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم زوروي.