explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله - جل جلاله - له هغو خلکو څخه کرکه کوي چې سخت جګړه مار او زیات جګړه کوونکی وي؛ هغه چې حق ته غاړه نه ږدي او هڅه کوي چې حق په خپلو دلایلو سره په شا وتمبوي، یا دا چې په حقه جګړه کوي خو په شخړه کې د اعتدال له حد نه اوړي، او له علم پرته شخړه کوي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • کله چې د قانوني استیناف له لارې مظلوم د خپل حق غوښتنه کوي نو دا د غندنې وړ شخړو په کټګورۍ کې نه راځي.
  • جنګ او جګړه د ژبې له هغو آفتونو څخه دي چې د مسلمانانو تر منځه د تفرقې او له یو بل څخه د مخ اړولو لامل ګرځي.
  • استدلال هغه مهال د ستاینې وړ دی چې په حقه وي او طرز یې ښه وي او هغه مهال بد دی کله چې له حق څخه د انکار او د باطل رامنځته کولو لپاره وي یا پرته له دلیل او ثبوت څخه وي.