له عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "په کرونده مه بوختېږئ، که نه نو له دنیا سره به مو مینه زیاته شي".
حسن لغيره دی - الترمذي او احمد روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم په کروندې، باغ او یا فارم کې له بوختیا څخه منع کړې ده، ځکه چې دا د دنیا سره د مینې او د آخرت پر ځای د هغې سره د تړاو لامل ګرځي.
د حديث له ګټو څخه
د دنیا سره د دومره زیاتوالي ممانعت چې له آخرت څخه د اوړېدو لامل وګرځي.
له حدیث څخه دا معنا نه اخیستل کیږي چې څوک دې ترې د ژوند تېرولو لپاره ګټه نه اخلي، بلکې په دنیا له زیاتې بوختېدا او د آخرت هېرول منع شوي دي.
السندي ویلي: موخه ترې دا ده چې: پر کروندې بوختېدو کې دومره مه ورننوځئ چې د الله له ذکر څخه بې پروا شئ.