رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې څخه منع فرمایلې ده چې یو مسلمان خپل مسلمان ورور له درېو شپو څخه زیات پرېږدي ( اړیکه ورسره پرې کړي ) پداسې حال کې چې کله هر یو له بل سره مخ کیږي نو سلام پرې نه اچوي او نه ورسره خبرې کوي. د دغو دوو جګړه مارو تر منځه غوره هغه څوک دی چې د پرېکون له منځه وړلو هڅه کوي، او په سلام پيل کوي، او دلته له پرېکون څخه موخه د ځان په خاطر پرېښودل دي، او د الله تعالی لپاره (د یو چا) پرېښودل؛ لکه د ګناهکارانو، بدعتیانو او بدو ملګرو پرېښودل نو د دې لپاره نېټه نه ټاکل کیږي، بلکه دا پرېکون به د مصلحت پورې تړلي وي، او د مصلحت په له منځه تللو سره به له منځه ځي.