explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم مړو ته د سپکاوي او د هغوی ابرو پسې د خبرو کولو حراموالی بیانوي او وايي چې دا له ناوړه اخلاقو څخه دي، ځکه چې هغوی هغه څه ته رسیدلي دي چې له نېکو او بدو عملونو څخه یې وړاندې کړي دي، نو لکه څرنګه چې دا ښکنځلې هغوی ته نه رسیږي، بلکه یوازې ژوندي ازاروي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • دغه حدیث مړو ته د سپکو سپورو ویلو په حراموالي دلیل دی.
  • د ژوندیو د مصلحت لپاره مړو ته د سپکو سپورو نه وییل او د ټولنې امنیت د جنجال او نفرت څخه ساتل.
  • دوی ته د سپکو سپورو له ویلو څخه د ممانعت حکمت دا دی چې هغوی هغه څه ته ورغلي دي چې وړاندې یې کړي دي، نو دوی ته کنځلي کول کومه ګټه نه لري، بلکه پدې سره د هغوی ژوندي خپلوان ازاریږي.
  • دا چې انسان ته داسې څه وېل په کار ندي چې خیر پکې نه وي.