له مطر بن عکامس رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «کله چې الله تعالی د یو بنده په اړه په یوه ځمکه کې د هغه د مرګ پرېکړه وکړي، نو هغې ځمکې ته د ورتګ لپاره ورته اړتیا پیدا کړی شي».
صحيح دی - الترمذي روایت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې: الله تعالی کله د یو بنده په اړه په یوه ځای کې د هغه د مرګ پرېکړه وکړي، حال دا چې هغه به په نوموړي ځای کې نه وي، نو هغه ځای ته یې اړتیا پیدا کړي؛ نو هلته به ورشي، او هلته به یې روح واخیستل شي.
د حديث له ګټو څخه
دا حدیث د الله تعالی د دې وینا مصداق دی چې فرمایي: {وما تدري نفس بأي أرض تموت} {او هیڅ نفس نه پوهیږي چې په کومه ځمکه کې مري}.