ابو برده رضي الله عنه کیسه کوي چې پلار یې، ابو موسی الاشعري رضي الله عنه، سخت ناروغ شو تر دې چې بېهوښه شو، نو سر یې د خپلې کورنۍ د یوې مېرمنې په غېږ کې کېښود، هغې چیغه کړه او ژړا یې پیل کړه، خو هغه د خپلې بېهوښۍ له امله ونه توانېد چې هغې ته څه ووایي. خو کله چې راویښ شو ویې ویل: زه له هغه چانه بېزار یم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې بې زاره شوی دی، او یقینا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هر هغه چا څخه بېزار دی چې هغه: (صالقه) وي: هغه چې د مصیبت پر مهال چغې وهي. (الحالقه) وي: هغه چې د مصیبت پر مهال خپل سر خریي (له ځانه وېښتان شکوي). (الشاقة) وي: هغه چې د مصیبت پر مهال خپلې جامې (ګرېوان) څیرې کوي. ځکه دا کارونه د جاهلیت له کړنو څخه دي، بلکې د مصیبت پر مهال په صبر باندې امر شوی او دا چې له الله تعالی څخه یې اجر وغوښتل شي.